ښوونه او روزنه

دکابل د ساينس او تکنالوجۍ د مرکز ودانۍ د چين د دولت په مرسته جوړه شوه

کابل باختردوري دمياشتې ٢٦
د کابل د ساينس او دتعليمي تنکالوجۍ د مرکز نوې ودانۍ نن پرانستل شوه  او
د سيدجمال الدين افغان د دارالمعلمين د نوې ودانۍ دجوړولوکار پيل شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې له همدې امله دکابل د ساينس او د تعليمي تکنالوجۍ د مرکز په تالارکې جوړه شوه؛ د پوهنې وزيــــر
فاروق وردګ وويل: نن بيا هم دپوهنې د کيفي حالت د ښه والى په باره کې د هڅو په دوام نور ستر ګامونه اخلو چې دکابل دساينس او د تعليمي تکنالوجۍ د مرکز
د نوې ودانۍ پرانستل او هم د سيدجمال الدين افغان د دارالمعلمين د نوې ودانۍ  د جوړولو د کار پيل دى، داپه خپله ځوانانو ته د عملي لوست د زده کړې د زمينې د برابرولو په لاره کې د زيات فعاليت لپاره شرايط برابروي.
وردګ څرګنده کړه: هغه وخت په اغيزمنه توګه زده کړه کيږي؛ هغه څه چې د تيوري په ډول لوست ورکول کيږي؛ زده کوونکي په عملي توګه هغه په لابراتوارکې تجربه کړي چې دتجربو اجرا کول ددرسي موضوعګانوپه برخه کې ديادونې وړ رول لري او درسي کيفيت څو برابره لوړيږي.
د پوهنې وزير زياته کړه: دکابل دساينس او دتعليمي تکنالوجۍ دمرکز نوې ودانۍ
ددولس جريبه ځمکې په ساحه کې په اساسي ډول جوړه شوې ده چې اووه ويشت اداري خونې، دکنفرانسونو تالار، کتابتون، توليدي څانګې، لابراتوارونه او هم ميزونه او څوکۍ او نورتجهيزات لري چې د چين دولسي جمهوريت د دولت له  خوا
د ديارلسومليونو امريکايي ډالرو په لګښت  جوړه اوسمباله شوې ده .
دغه ودانۍ د پوهنې د وزير  او د دچين دسفير له خوا پرانستل شوه.
دغونډې په پاى کې د سيدجمال الدين افغان دارالمعلمين د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره د پوهنې د وزير له خوا کيښودل شوه .
په دغې ودانۍ کې  په دريو پوړونوکې په اساسي ډول د دريو بلاکونو جوړول په پام کې نيول شوي دي چې په هغوکې يوسلو څلويښت درسي خونې او له ټولو ضروري ملحقاتو سره يې دنجونو او هلکانو لپاره د جلاجلا ليليو ځايونه جوړيږي.
دغه ودانۍ د دولت له پرمختيايي بودجې څخه د څه دپاسه يوسلو درې شپيتو مليونو افغانيو په لګښت په اتلسو مياشتوکې جوړيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته