امنیت

تښتول شوی ځوان د پيسو په ورکړې سره خوشې شو

غور-باختر- د کب ۱۵ مه
د غور ولايت اوسيدونکی حسن مبارز چې څه موده وړاندې د کابل-کندهار په لويه لاره د وسله والو لاره شوګمارو له خوا تښتول شوى و، پرون خوشې شو.
ددې ځوان پلار محمد اسلم مبارز باختر آژانس ته وويل چې زوی يې د دوو ميليونو پنځه سوه زره کلدارو په بدل کې د شوکمارو له بنده خوشې شو.
ويل کېږي چې امنيتي مامورينو د حسن مبارز له کورنۍ غوښتي و، چې شوګمارو ته پيسې ورنکړې؛ خو حسن مبارز ويلى دى: له دې وېرې يې پيسې ورکړې چې شوګماران يې زوی ونه وژني.
هغه وويل: شوګمارو ورته ګواښ کړي و، چې که پيسې ورنکړي؛ زوی به يې ووژني.
حسن مبارز چې ډېرې ورځې د شوګمارو تر ځورونې لاندې و، په امنيتي مامورينو نيوکه کوي چې په دې موده کې يې د ده د خوشې کولو لپاره هيڅ هم ونکړل.
د کندهار-هرات په لويه لاره هر وخت شوګماران سپرلي ځوروي، وژني او مالونه يې لوټوي.
دا په داسې حال کې ده چې د سپرليو د امنيت ساتلو او له شوګمارو ډلو سره د مبارزې لپاره په دې لويه لاره يو کنډک هم ځای په ځای شوی دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته