ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٩ :
دلوړو زده کړو  وزارت خبرتيا
د هيواد دمرکز او ولايتونو دتحصيلي مرکزونو ټولو محصلانو ته خبرورکول کيږي  څرنګه  چې  دبدلونونو بهير دنوي لايحې له مخې  د ١٣٩١ کال دمرغومې دمياشتې له لومړۍ نيټې  څخه دهمدي کال دسلواغې  دمياشتې تروروستۍ  پوري تطبيق اوټول اجراات يې ددغې لايحې له مخې ترسره شوي دي  له دې امله   دبدلونونو  دکميسيون کار پاى ته رسيدلي دي.
په همدي مقصد  دبدلونونو له غوښتوونکو څخه هيله کيږي چې له دې وروسته دغه وزارت  ته دخپلو عريضو له راوړلو څخه  ډډه وکړي او ددغه وزارت  دکارکوونکو دکاري بهيرمزاحم نه شي .
ديادونې   وړ ده چې دبدلونونو راتلوونکي پړاو  دبدلونو دلايحې له مخې  د ١٣٩٢ کال دمرغومې په مياشتې کې پيل او دهماغه کال  دسلواغې  دمياشتې تر وروستۍ پوري دوام کوي.
دبدلونونو غوښتوونکي دې خبروي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته