نړۍ

په عراق کې ځانمرګې بريد.

بغداد – باختر د تلې دمياشتې ٩
په عراق کې نن ديوځانمرګې بريد له امله پنځه تنه  ووژل شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې:  . دغه بريد دصلاح الدين  ولايت دتکريد ښار دتروريزم ضد پوليسو په مرکز کې وشو او په تلفاتو  برسيره اووه  تنه نور  پوليسان ټپيان شول .
دغه بريد يوه  ورځ وروسته له هغه  وشو چې  پرون بغداد ته  څيرمه  دچاودنو دبريدونو له امله  پنځوس تنه ووژل شول .
دپرونيو بريدونو مسووليت دالقاعدې  ډلې په غاړه اخيستى  دى .
دملګرو ملتو دسازمان دمهاجرت ادارې په عراق کې د بريدونو دزياتوالي له امله خپله انديښنه څرګنده کړې ده ځکه  ددغو بريدونو له امله د خلکو تيښته  زياتوي .
په عراق کې تاوتريخوالي لوړې کچې ته رسيدلى دى   چې له ٢٠٠٨ کال  څخه نه دى ليدل شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته