کابل /دليندۍ ٢٥مه / باختر :
دهرات والي دپوهنې دکيفيت لوړولو ته پر پاملرنې ټينګار وکړ .
دپوهنې وزارت دليک لوست زده کړې معين ډاکتر سردار محمد رحيمي دهرات له والي سره په کتنه کې په هرات کې دپوهنې دستونزو بنسټيز حل ته دجدي پاملرنې ډاډ ورکړ .
دهرات والي دزده کوونکو اواستادانو دستونزو حلول ، په ښار او ولسواليو کې داړتيا وړ تدريسي ودانيو جوړول ، په ښوونځيو کې دنيمکړتياو لرې کول او دلابراتواري وسايلو درول ، دپوهنې غير سياسي کول او دښوونکو دحقوقواو امتيازونو اجرا کول يوه جدي اړتيا وبلله .
ډاکتر رحيمي وويل چې په نږدې راتلونکې کې به دهرات دپوهنې دطرحه شويو ستونزو او چلنجونو دلرې کولو لپاره کار وکړي .
ختم_ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ