پيښور ډي ډان باختردلړم دمياشتې ٢٨ :
د پيښور ښار په چارسده کې د لاسي بم په يوه بريدکې دوه تنه پوليسان ووژل شول او يوتن بل يې ټپي شو.
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ :
دغه پيښه پرون د پيښور په شمال کې د چارسدې په شب قدر سيمه کې رامنځته شوه چې دوو موټر سايکل سپرو يو لاسي بم د پوليسو په موټر وغورځاوه چې له امله يې دوه تنه پوليسان ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو.
دپاکستاني طالبانو د تحريک د جماعت الحرار د ډلې ويندوى احسان الله احسان د يوې وينا په ترڅ کې چې سيمه ييزو رسنيو ته يې ليږلې ده؛د دغه بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.
د کراچۍ په هوايي ډګر د طالبانو له بريد او د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبروله ناکامۍ وروسته ، د پاکستان اردو د روان کال دغبرګولي په مياشت کې په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړل چې اوس هم دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل