-جلال آباد/ باختر د ثور ٢٨:
په ننګرهار ولايت کې په ملي راډيو ټلويزيون د ځانمرګو يرغلګرو په ډله ييز بريد کې شپږ تنه شهيدان او درې ويشت تنه نور ټپيان شوي دي .
يوې ډلې يرغلګرو پرون په جلال آباد ښارکې په دغې رسنۍ بريد وکړ او جګړه پرون مازيګر د درېو تنو يرغلګرو له وژل کيدو وروسته پاى ته ورسيده .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: څلورم يرغلګر د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى دى.
د ننګرهار والي ګلاب منګل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د ډار اچوونکو ددغه بريد له امله د ملي راډيو ټلويزيون څلور تنه کارکوونکي او دوه تنه پوليسان شهيدان شول او څه ناڅه درې ويشت تنه نور ټپيان شول .
اوولس تنه ملکي ټپيان د ملي راډيو ټلويزيون کارکوونکي بلل شوي دي.
د ننګرهار والي د ډار اچوونکو دغه بريد شرموونکي وباله او ويې ويل چې د دغه بريد د طرحه کوونکو د پيژندنې او نيولولپاره پلټنې دوام لري .
داعشيانو د دغه بريد مسووليت منلى دى، که څه هم مقامات وايي چې طالبان د داعشيانو په نامه په افغانستان کې ډيرستر جنايتونه ترسره کوي.
0 1 دقیقه لوستل