کابل/باختر/ د زمري ٢٩مه
په بغلان کې تېره شپه د وګړني پاڅون څلور غړي شهيدان شول.
د تاله او برفک ولسوال عبدالاحد برفکي د باختر آژانس سیمه ییز خبريال ته وويل چې دغه کسان د دغه ولايت د تاله اوبرفک ولسوالۍ په مربوطاتوکې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې شهيدان شول.
ويل کېږي په نښته کې طالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى، خو شمير يې نه دى معلوم او نور طالبان له ساحې څخه وتښتېدل.
ختم- سعيده – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ