کابل/ د کب ٣مه / باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني په کابل کې د چين له سفير سره په کتنه کې د لوړو زده کړو په برخه کې د همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د ياد وزارت معينان او یو شمېر رييسان هم حاضر وو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وويل: افغانستان له ٤٣ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره له جګړې خلاص شوى دى او اوس د دې اړتيا ده چې په تحصيلي برخه کې زيات کارونه وشي له همدې امله په دې برخه کې د ګاونډيو هېوادونو همکاري مهمه ده.
مولوي حقاني له چين سره د يو تفاهم ليک د لاسليک کولو په اړه هم تيارى څرګند کړ. د دغه تفاهم لیک له مخې به د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو استادان وکولولای شي چې خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړي.
دغه راز په دې کتنه کې د دې پروګرام د تحقق لپاره د لازمو اسانتياوو برابرولو په خاطر د يوې کمېټې پر جوړولو هم ټينګار وشو.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست دغه راز وويل: خود کفا افغانستان د ګاونډيو او د سيمې د هېوادونو په ګټه دى او په دغه برخه کې د سيمې هېوادونه بايد له موږ سره د لوړو زده کړو په برخه کې مرسته وکړي.
وروسته د چين سفير وويل: موږ پخوا هم له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې او اوس هم دغو مرستو ته دوام ورکوو.
هغه زياته کړه: د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو څخه تر اوسه پورې چين په بېلابېلو برخو کې په تېره بيا د روغتيا په برخه کې له افغانستان سره د٤٠ ميليونو ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.
د چين سفير د پوهنتونونو پر پيل کېدو خوښي څرګنده کړه او د استادانو د ظرفيتونو لوړولو، روزنيزو پروګرامونو او د لوړو زده کړو په نورو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
\ ج