خبرونهامنیت

په هرات کې پنځه تنه د غلا او نشه يي توکو د پلور په تور ونيول شول

 کابل/ د ثور٨ مه/ باختر

په هرات ښار کې یو تن د غلا او څلور نور د نشه يي توکو د پلور او پېر په تور نیول شوی دي.

د هرات د پوليسو يوې سرچينې باختراژانس ته وويل، چې په هرات ښار کې یو تن د وسله والې غلا په تور نیول شوی دی.

د يو بل خبرله مخې؛  په هرات کې څلور تنه د نشه يي توکو د پلور او پېر په تور نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ دغه کسان پرون په داسې حال کې ونيول شول چې په ښار کې يې پر روږدو کسانو نشه يي توکي پلورل.

پوليس وايي چې له نيول شويو کسانو څخه يوه کيلو نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته