جهان

هيڅ افغان مهاجر به دهغه له ارادې پرته ستون نه کړي شي .

پيښور باختر د مرغومي دريمه :
دپاکستان دسرحدي چارو پخواني ايالتي وزير متقاعد جنرال عبدالقادر بلوڅ افغانستان ته دافغان مهاجرينو غير ارادې ستنول ردکړل .
باختراژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ.
ده پرون دملګروملتو دسازمان دکډوالو دچارو دعالي کميشنرۍ له استازي  مايا هرا تونګا سره په يوه خبري کنفرانس کې وويل هغه افغان پناه غوښتوونکي چې نومونه يې ليکل شوي دي هيڅکله له تروريستي پيښو سره اړيکې نه لري او ددوى له ارادې پرته نه ستنول کيږي .
دغه جنرال وويل موږ نيت نه لرو چې له افغانانو سره دفشار اوجبر له لارې چلند وکړو بلکې دوى به په درناوي سره او زماني جدول ته په پاملرنې  سره په داوطلبانه ډول هيواد ته يې واستول شي .
ده وويل چې افغان پناه غوښتوونکو په تيرو دريو لسيزو کې په سوله ئيز ډول په پاکستان کې ژوند کړى دى .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا