کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١٩
د حقاني شبکې دچاوديدونکو توکو يوه ډيپو دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا په بلخ کې کشف شوه.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دخاصو عملياتو په بهيرکې د بلخ ولايت دبلخ ولسوالۍ د مرګين تيپې په کلي کې د حقاني د ترورستي شبکې د چاويدونکو توکو يوه ډيپو کشف کړه او نهه کيلوګرامه C-4 ډوله چاوديدونکي توکي چې ډير خطرناک چاويدونکي توکي دي؛ ترلاسه کړي دي .
د حقاني تروريستي شبکې پلان درلود چې له دغو چاويدونکو توکو څخه په استفادې سره په بلخ ولايت کې ځانمرګي او بمي بريدونه ترسره کړي.
0 کمتر از یک دقیقه