سیاست

دولسي جرګې پيغام .

کابل باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه :
دنيکمرغه کوچني اختر درارسيدو په مناسبت دولسي جرګې پيغام .
ولسي جرګه  دنيکمرغه  کوچني اختر درارسيدو له امله دنړۍ ټولو مسلمانانو ته  په تيره بيا دافغانستان ديندارو خلکو ته مبارکي وايي او دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه  هيله کوي چې دروژې دمبارکې مياشتې ، دقران عظيم الشان  دنانزليدو  دمياشتې او دطاعاتو اوعباداتو دمياشتې په برکت په هيواد کې سراسري سوله او امنيت ټينګ کړي .
ولسي جرګه  په داسې شيبو کې  چې ځمکه له الهي  رحمت اوبرکت څخه ډکه ده اومسلمانانو ددعا لاسونه  پورته کړي دي دملت دکور د ډاډ ګيرنې او همدردۍ مراتب دهغو بيلابيلو تروريستي پيښو  دشهيدانو  کورنيو ته چې دروژې په مبارکه مياشت کې يې دهيواد په ګوټ  ګوټ کې عزيزان  يې شهيدان شوي دي  څرګندوي او ټولو شهيدانو ته دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه دفردوس جنت او ټپيانو او ناروغانو ته دبيا روغتيا   هيله کوي .
ولسي جرګه دالهي حکمونو داسلام دمبين دين له لارښوونو سره سم او دې ته په پاملرنې  سره چې دروژې مبارکه مياشت دالهي رحمت او دعباداتو مياشت ده د تروريستو طالبانو او ددولت دوسله والو مخالفينو جنايتکارانه  عملونه چې زموږ  دلسګونو تنو بيګناه هيوادوالودشهادت او ټپي کيدو سبب شوي دي په ډيرو سختو الفاظو  سره غندي .
ولسي جرګه دبيلابيلو پيښو دشهيدانو له کورنيو سره دغمشريکۍ  دڅرګندولو تر څنګ  دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه هيله کوي چې په خپل عظمت اوبرکت سره په ټول افغانستان کې سوله او امنيت تامين کړي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا