کابل باختر د ثور دمياشتې ٦ :
د بهرنيو چارو وزير په هغې کتنه کې چې نن يې په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت له سفير سره وکړه؛ د شانګهاى د سيمه ييزو همکاريو په سازمان کې د بشپړ غړيتوب لپاره يې دافغانستان دولت علاقمندي څرګنده کړه.
دبهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې دچين دولسي جمهوريت له سفير ښاغلي دينگ زيجون سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزير د هغې بلنې په باب چې دچين ولسي جمهوريت دغه هېواد ته د سفرلپاره ده ته کړې ده؛ څرګنده کړه چې دغه هېواد ته سفر به په مناسب وخت کې ترسره شي .
دغه راز صلاح الدين رباني د شانګهاى د همکاريو په سازمان کې د بشپړ غړيتوب لپاره دافغانستان د دولت علاقمندي په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت سفير ته طرحه کړه او د دغې موضوع په باب يې له ده سره هراړخيزې خبرې وکړې .
دغه راز د بهرنيو چارو وزير د سولې او پخلاينې د بهير اوپه دې لاره کې دافغانستان دحکومت دهڅو په باب دچين دولسي جمهوريت سفير ته معلومات ورکړل اوپه دې لاره کې يې ددغه هېواد دهمکاريو د دوام غوښتنه وکړه .
وروسته د چين د ولسي جمهوريت سفير پاکستان ته د دغه هېـــواد د جمهور رييس د وروستى سفر په باب معلومات وړاندې کړل او د شانګهاى د همکاريو په سازمان کې د افغانستان د بشپړغړيتوب په باب يې څرګنده کړه چې په دې باب د افغانستان غوښتنه به د چين دولسي جمهوريت له مقاماتو سره طرحه کړي .
ده په دې برخه کې هيله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو او ګاونډيتوب په پام کې نيولوسره باور لري چې دچين دولسي جمهوريت مقامات به په دې لاره کې دافغانستان ملاتړ وکړي.
0 1 دقیقه لوستل