امنیت

د داعش د ډلې دوه تنه پاکستاني غړي د ملي امنيت منسوبينو ته تسيلم شول

کابل باختردوږي دمياشتې١٢نيټه :
د داعش د ډلې دوه تنه پاکستاني غړي پرون په ننګرهار ولايت کې له خپلو کورنيو سره د ملي امنيت منسوبينو ته تسليم شول.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: صديق الله او سجاد چې د ډيورنډ کرښې اخوا د ارکزو ايجسنۍ اوسيدونکي او په ننګرهارکې د داعش د ډلې د يوه مهم سرګروپ نقيب الله غړي دي، له څلورو کلونو را په دې خوا د دغه ولايت په اچين او شينوارو ولسواليوکې په تروريستي فعاليتونوکې فعاله وڼده لرله.
دغه دوه تنه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د حقانيت په درکولو او ملکي وګړو او ټولنې ته د داعش د ډلې له خوا د زيان رسولو له امله ځانونه د ملي امنيت منسوبينو ته تسليم کړل .
پاى شکريه ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته