امنیت

په غزني او زابل کې اتلس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او څوارلس تنه نور په هرات کې ونيول شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٣
د غزني او زابل د ولايتونو په مربوطاتوکې ١٨ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول، ٨ تنه ټپيان او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دملي اردو ځواکونو پرون د غزني ولايت د ګيلان ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې ١٠ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول؛ ٨ تنه ټپيان او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول.
دغه راز د زابل ولايت د شملزو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ٨ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او د څلورو موټر سايکلونو په ګډون يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول او د مخالفينو مړي په ساحه کې پاتې دي.
د يوبل خبرله مخې: د ځانګړو عملياتو د فرقې منسوبينو د ښه امنيت د تامينولو په مقصد په هرات ولايت د غوريانو د ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې يې ١٤ تنه وسله وال مخالفين وونيول شول، يوه اندازه ډول ډول وسلې او مهمات، يو ځانمرګى واسکټ، دوه سراچه موټرونه او يو دوربين ترلاسه شول.
دغه راز د وسله والو مخالفينو له چاوديدونکو توکو بار يو سراچه موټر په سيمه کې د ملي اردو د ځواکونو له خوا وچول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته