امنیت

له طالبانو سره د ملي اردو د ځواکونو د جګړې له امله دوه تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
د پکتيا ولايت د وزې ځدران په ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو په پوستو د وسله والوطالبانو په بريدونوکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
په جنوب ختيځ کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګروال احمد جان مخلص د باختر آژانس خبريال ته وويل: يوې ډلې وسله والوطالبانو تېره شپه د پکتيا ولايت د وزې ځدران ولسوالۍ د سټوکنډو په ساحه کې د ملي اردو په پوستو بريدونه وکړي چې د ملي اردو د ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول او په بهيرکې يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان او ونيول شول.
خبرځاى وويل: دپيښې ټپيان د پکتيا ولايت د سيدکرم ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دى او اوس په روغتون کې ترڅارنې لاندې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته