امنیت

په قندهار کې د طالبانو د مخابراتي اړيکو مرکز کشف شو .

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٣
په قندهار ولايت کې دطالبانو دمخابراتي اړيکو مرکز دافغان ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهير کې کشف شو .
امنيتي مسولين وايي  د دغه مرکز په کشفولو سره دقندهار په څه ناڅه  دريو ولسواليو کې د طالبانو د ډلې مخابراتي اړيکې شليدلي دي .
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختر آژانس ته وويل :  د طالبانو دغه مخابراتي مرکز د پنجوايي ولسوالۍ دتلوکانو په سيمه کې دپوليسو دځواکونو دعملياتو په بهير کې کشف شوى دى.
فيصل تاييد کړه چې ددغه مخابراتي مرکز په کشفولو سره دقندهار په  دريو ولسواليو کې د طالبانو ډلو اړيکې شليدلي دي.
ويل کيږي وسله والو طالبانو په دغه مرکز کې خپل مخابراتي دستګاه  تر خځلو لاندې پټه  کړې  وه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته