سیاستخبرونهTOP

قطر افغان زده کړیالانو ته د زدکړې فرصتونه برابروي

کابل / د سلواغې ۲۷ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرست وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي تېر ماښام د قطر له ګڼو ملکي خدماتي او تعلیمي ادارو له مسوولینو سره  د لوړو زده کړو پر څرنګوالي، ظرفیت لوړونې، بشري مرستو او افغان زده کړیالانو ته د فرصتونو برابرولو او پر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې قطري چارواکو ژمنې وکړې چې په بېلا بېلو برخو کې به مرستې کوي، د افغان زده کړیالانو د ښوونې او روزنې لپاره به  تدریسي فرصتونه رامنځته کوي او په افغانستان کې به د قطري سرې میاشتې او قطر خیریه بنسټ له لارې به اړمنو کورنیو ته مرستې رسوي.

په همدې حال کې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي له قطري چارواکو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، د هوايي دهلېز له لارې د افغانستان وچې او لندې مېوې چې ښه کیفیت لري واردې او د مارکیټ په پيدا کولو کې همکاري وکړي، هېوادوالو ته دې بشري مرستې مستقیمې ورکړل شي.

پلاوي ډاډ ورکړی چې نوی اسلامي حکومت به د مرستو په انتقال، مستحقو وګړو ته په رسونه او  شفافیت کې اغېزمن ګامونه پورته کوي.

سرچینه زیاتوي چې په کتنه کې په افغانستان کې د معلولینو، کونډو او یتیمانو د کفالت په تړاو هم خبرې وشوې چې غور به پرې کیږي.

د یادونې وړ ده چې د دغو ژمنو او غوښتنو انسجام او عملي کولو لپاره به په راتلونکي کې هم خبرې وشي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته