امنیت

دوه ويشت تنه وسله مخالفين په بدخشان کې ووژل شول .

کابل باختر د  زمري پنځمه :
دوه ويشت تنه وسله وال مخالفين پرون دبدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې ووژل شول .
دبدخشان ولايت  د امنيې قوماندانۍ  دمطبوعاتي دفتر مسوول احمد زاهد عمري  باختراژانس ته وويل  چې دغه وسله وال مخالفين  ددوى په دوو قرارګاو  چې د تګاب ولسوالۍ د کوري او دواب کتوپه کليو کې  موقعيت لري  دملي دفاع وزارت  دالوتکو دبمبارۍ له امله ووژل شول .
  ده زياته کړه چې په دغو هوايي بريدونوکې شپږ تنه نور وسله وال مخالفين ټپيان شول .
  عمري زياته کړه چې دکورنيو چارو وزارت  د اداري معين  جنرال حميد الله کريمي  په مشري  يو هيئت  دبدخشان له والي او ددغه ولايت  دملي امنيت درييس او دامنيه قوماندان پاسوال عبدالخالق اقصاي او دسولې دولايتي کميټې له غړو سره دتګاب ولسوالۍ ته رسيدلي دي او دشهيدانو روح ته  ددعا په ترڅ کې  يوه اندازه نغدې پيسې  دشهيدانوله وارثانو سره مرسته وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته