کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٥
دپاکستان دپنجاب ايالت په مرکز لاهور ښارکې تيره شپه د دوو سيالو ډلو ترمنځ د وسله والې نښتې له امله څه ناڅه يو تن ووژل شو او اته تنه نور ټپيان
شول .
دپاکستان د دې نيوز خبري سايټ دخبرله مخې :
دغه جګړه د لاهور ښار په ګوالمندي سيمه کې ونښته .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې : دغه نښته د دوو قبيلو ترمنځ د دښمنۍ زيږنده ده چې له امله يې يو تن ووژل شو او اته تنه نور ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : يوه ښځه او يو ماشوم هم په ټپيانو کې شامل دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ