نړۍ، د غوايي ۳ مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرایلي رژیم صهیونست پوځ نن دوشنبې تایید کړې، چې یو ډورن الوتکه یې د لبنان په خاوره کې د توغندي په واسطه ویشتل شوې او رانسکوره شوې ده.
پوځ زیاته کړې، چې دغه الوتکه د عملیاتو پر مهال راغورځول شوې او وروسته نورو الوتکو هغه سیمې په نښه کړي، چې توغندی ترې توغول شوی وه.
مخکې تر دې د لبنان حزب الله ډلې ویلي وه، چې د اسرایلو یوه ډرون الوتکه یې راغورځولې او له منځه یې وړې ده.
دا د روانې جګړې پر مهال اسرایلي پوځ ته نوی سرخوږی بلل کېږي، چې ممکن روانه کمزوري یې لاپسې زیاته کړي.