کابل، د چنګاښ١٢مه، باختر
پاکستان افغانانو ته اجازه ورکړه چې کولاى شي يوازې په افغاني پيژند پاڼې سره افغانستان ته لاړ شي.
د هېواد په ختيځ کې د تورخم د کميسارۍ يو مسوول باختراژانس ته وويل چې پاکستاني مقاماتو ته د خپلو هڅو په پايله کې له دغه هېواد څخه هغو افغانانو ته اجازه ورکړه چې له خپل افغاني پېژندپاڼې سره سم خپل هېواد ته ستانه شي.
د دغو محدودیتونو لرې کول هغه افغانان خوښ کړل چې په پاکستان کې شپې سبا کوي او خپل هېواد ته د راستنېدو نيت لري.
\ ذ