-کابل /دچنګاښ ٢٥مه/ باختر:
په لويو لارو کې د طالبانو د شتون اوفعاليتونو له زياتوالي وروسته د افغانستان په شمال کې پوځي مقامات وايي هر چېرته چې د وسله والو طالبانو د پلټنې پوستې وګوري پرې هوايي بريدکوي .
وسله والو طالبانو په دې وروستيو ورځوکې په لويو لارو باندې په برېدونو زيات تمرکز کړى دى.
د دغې غړو په لويو لارو کې پر يرغللېزو برېدونو ، په مسافروپه ډزو ، د بمونو او ماينونو په ښخولو او د تجارتي کاروانونو په سوځولو لاس پورې کوي .
د دغې ډلې د وسله والو کسانو شتون او فعاليت د افغانستان په شمال کې د مسافرينو او تجارتي کاروانونو له ستونزو سره مخ کړي دي .
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانوله امريکا سره د موافقه ليک له لاسليک کولو وروسته وويل چې له دې وروسته په ښارونو برېدونه نه کوي بلکې په لويو لارو برېدونه کوي .
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو وسله والو طالبانو ته خبر دارى ورکوى که چېرې لويو لارو ته راووځي اود مسافرينو په ځورونې اقدام وکړي، هوايي بريد پرې کېږي.
پرون د چاربولک ولسوالۍ – مزارشريف ښار دعمومي واټ د تيمورک په ساحه کې د وسله والو طالبانو د پلټنې پر يوې پوستې هوايي بريد وشو چې له امله يې يوشمېر يرغلګرو ته مرګ ژوبله واوښته.
د هېواد په شمال کې د ملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل د هېواد هوايي ځواکونه چمتودي هر چېرته چې طالبان د پلټنې پوستې جوړې کړي پرې بريد کوي .
ختم_ شکريه _اکرم
5 1 دقیقه لوستل