کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر
د کاپيسا د کلیو او بیارغونې ریاست مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې د ۶۸ پرمختیايي پروژو د سروې کار پیل شو.
د کاپيسا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل چې د د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې ۶۸ پراختیايي پروژې چې پکې د څښاک اوبو څاګانو کیندل او د کردوندو لپاره د اوبو زیرمې جوړل هم شامل دي، چې کارونه به یې ژر پيل شي.
هغه وویل چې د دغو پروژو په تطبیق سره د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې یو شمېر کورنۍ د څښاک روغتیايي او کرنیزو اوبو ته لاس رسي مومي.
ع