کابل، د غبرګولي ۷ مه، باختر
د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په دره ترګان سیمه کې، د سیمې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړېږې چې د رغولو چارې یې پیل شوې.
د دغه ښوونځي ودانۍ په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې د لسو میلیونو افغانيو په لګښت جوړیږي چې ۱۴ درسي خونې به ولري.
د یاد ښوونځي مدیر حاجي محمد محمودي وايي چې له دې وړاندې به د دې ښوونځي زده کوونکو په آزاده فضا او خېمو کې زده کړې کولې. په خبره یې، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د زده کوونکو ستونزه تر ډېره حل او په مناسب چاپیریال کې به ورته د زده کړې زمینه برابره شي.
دره ترګان سیمه د غزني ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې لوېدیځ لور ته په جغتو ولسوالۍ کې پرته ده چې شاوخوا ۴۰ کلي لري.
د یادونې وړه ده چې شپږ میاشتې مخکې هم د دره ترګان سیمې خلکو په دې سیمه کې، په خپل شخصي لګښت، یو روغتیایي کلینک جوړ کړی و.
ن.ر