کابل، د غبرګولي ۴مه، باختر
په غور کې پر ٤٠ کورنيو نن نغدې پيسې ووېشل شوې.
د غور د مها جرينو چارو د ادارې يوه مسوول باخترآژانس ته وويل؛ چې د اکتيد
موسسې له خوا له يوې مودې را په دې خوا د راستنېدونکو لپاره د کور د جوړولو
په پار پيسې ورکول کېږي.
هغه وويل په دې دوره کې هرې کورنۍ ته د کور د جوړولو په موخه ٢٦٧٠٠ افغانۍ نغدې پيسې ووېشل شوې.
د یو بل خبر له مخې؛ په غور کې د حاجي محمد ابراهيم حبيب يار خيريه بنسټ پر ٣١٦٠ اړمنو کورنيو خوراکي توکي ووېشل.
په دې مرسته کې اوړه، غنم او غوړي شامل دي.
\ ذ