کابل /دمرغومی ۱۲مه /باختر
اسلامي امارت د افغانستان په لویدیځوسیموکې د خلکو د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز حالت د څېړنې لپاره یوهیئت هرات ته واستاوه.
دغه هیئت د هرات ، فراه، نیمروز، بادغیس اوغور ولایتونو له مشرانوسره د خبرو اترو له لارې د خلکوستونزې له نږدې اوري او د لرې کولوپه خاطریې اقدام کوي.
د ملی دفاع وزارت اود استخباراتوعمومی ریاست مرستیالان ملا فاضل اخند اوحاجی نجیب الله د دغه هیئت په ترکیب کې شامل دي.
د استخباراتو د عمومی ریاست مرستیال د افغانستان د لویدیځوسیمو له سیمه ییزو مسوولینو او قومی مشرانوسره په کتنه کې وویل چې له مشکوکو کسانو د امارت د لیکو پاکول، د امنیتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او د خلکو د ټولنیزوستونزو لرې کول د اسلامی امارت له اساسی هدفونوڅخه دی .
هغوي د هېواد د لویدیځو سیمو مشرانو سره ژمنه وکړه چې د دوی امنیتي ، اقتصادي اوټولنیزې ستونزې به وڅیړل شی.
ج-ا