سیاستخبرونهاقتصادټولنه

دهېواد د لویدیځوسیمو د خلکو امنیتي،اقتصادي او ټولیزحالت څېړل کېږی

 کابل /دمرغومی ۱۲مه /باختر

اسلامي امارت د افغانستان په لویدیځوسیموکې د خلکو د امنیتي، اقتصادي او ټولنیز حالت د څېړنې لپاره یوهیئت هرات ته  واستاوه.

دغه هیئت د هرات ، فراه، نیمروز، بادغیس اوغور ولایتونو له مشرانوسره د خبرو اترو له لارې د خلکوستونزې له نږدې اوري او د لرې کولوپه خاطریې اقدام کوي.

د ملی دفاع وزارت اود استخباراتوعمومی ریاست مرستیالان ملا فاضل اخند اوحاجی نجیب الله د دغه هیئت په ترکیب کې شامل دي.

د استخباراتو د عمومی ریاست مرستیال د افغانستان د لویدیځوسیمو له سیمه ییزو مسوولینو او قومی مشرانوسره په کتنه کې وویل چې له مشکوکو کسانو د امارت د لیکو پاکول، د امنیتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او د  خلکو د ټولنیزوستونزو لرې کول د اسلامی امارت له اساسی هدفونوڅخه دی .

هغوي د هېواد د لویدیځو سیمو مشرانو سره ژمنه وکړه چې  د دوی امنیتي ، اقتصادي اوټولنیزې ستونزې به وڅیړل شی.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته