کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر
د تخار پوليسو په تېرو ٢٤ ساعتوکې ١٣ تنه په جنايي جرمونو کې د لاس لرلو په تور له تالقانوښار څخه ونيول.
د کورنيو چارو د وزارت وياند طارق ارين باختراژانس ته وويل دغه کسان د وژنې، غلا، د نشه يي توکو د پلورنې او قاچاقو، درغلۍ او فريبکارۍ او د عامه نظم د ګډوډولو په اړوند د تالقانو له ښار څخه ونيول.
له دغوکسانو څخه هيرويين ، اپين، چرس، شيشه او جرمي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ختم_ ج _اکرم