کابل باختر دکب شپږ ويشتمي
د نورستان په ولايت کې له څلورو ورځو راپديخوا د واورې اورښت د دغه ولايت له مرکزسره د ځينو ولسواليو لارې تړلې دي.
دنورستان ولايت په مرکز پارون او د منډول او نورګرام په ولسواليوکې په پرله پسې توګه د واوري اورښت دوام لري او د ترافيکو پرمخ يې د نورستان له مرکز سره د نورګرام او دواب د ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې دي.
د نورستان ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال شيردادخان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې د هوا د حالاتوتر ښه کيدو او د تړل شويو لارو تر پرانستلو پورې خلک بايد دغوسيمو ته دسفر نيت ونه کړي.
خو ويې ويل: هغوى هڅه کوي د اړوندو ادارو په مرسته ترلې شوې مواصلاتي لارې بيا پرانيزي.
د امنيت آمر زياته کړه: په دغه ولايت کې د واورې د وروستيو اورښتونوله امله د سر زيانونو او مالي تاوانونو په باب خبر نه دى ترلاسه شوى. خو د واورې د اورښت د زياتوالى له امله دغه ولايت په ځينو سيموکې خلکو ته تاوان اوښتى دى.
0 1 دقیقه لوستل