سیاست

اروپایي ټولنه د افغانستان په ملکي اداره کې د اصلاحاتو د را وستلو له پروګرام څخه ملاتړ کوي

٥٩-کابل باختر د ليندي  شپږ ويشتمه

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي ویګا داس اوساکاس د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې وویل: د۲۰۱۲ میلادي کال د جنورى په میاشت کې به اروپایي ټولنه له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د سند پر متن باندې کار وکړي.

دجمهوري رياست دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختراطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ

په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، ښاغلي ویګا داس اوساکاس وویل چې له افغانستان سره به د اروپایي ټولنې د اوږدمهالې ستراتیژیکې همکارۍ په سند کې مهمې موضوع ګانې، لکه: د بشري حقونو رعایت، د ټاکنو د بهیر اصلاح، سوداګرۍ، د اروپایي ټولنې اقتصادي مارکیټونو ته د افغانستان لاس رسی او د ترهګرۍ او نیشه یي توکو پرخلاف مبارزه شامله وي.

ښاغلي اوساکاس د افغانستان په ملکي اداره کې د اصلاحاتو د راوستلو په باب د هېواد دجمهورریس له پروګرامونو څخه د ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې اروپایي ټولنه  غواړي په مرکز او ولایتونوکې د افغانستان په ملکي اداره کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره  د افغانستان د حکومت د لومړیتوبونوله مخې مرسته او همکاري وکړي.

 د هېواد جمهوررئیس له افغانستان سره د اروپایي ټولنې له همکاریو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې وویل: زموږ هڅه داده چې د افغانستان د ملکي خدمتونو اداره غیر سیاسي او  له سیاسي لاس وهنو څخه خوندي واوسي ترڅو د افغانستان خلکو ته د ښو خدمتونو ځواکمني ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته