کابل /دوري ٤مه /باختر:
په افغانستان کې دکرونا ويروس له خپريدو وروسته پر دغه ويروس له اخته کېدو څخه د پوځيانو د خوندي کولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
د هېواد په ختيځ کې پرون د ملي اردو په تاسيساتو کې د درملو شېندل پيل شول.
د سيلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په دغه پروګرام کې هلې ځلې کېږي چې د لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونوکې د ملي اردو ځواکونو پر ټولو تاسيساتو درمل وشېندل شي.
ختم_ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ