امنیت

څلور ويشت کيلوګرامه نشه يي توکي په بدخشان کې کشف شول

کابل-باختر د کب دمياشتې ٢٥
د بدخشان ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو پرون ٢٤ کيلوګرامه نشه يي توکو د فيض آباد ښار په مربوطاتوکې کشف او ضبط کړل.
د بدخشان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو نشه يي توکوکې ١٥ کيلوګرامه هيروين او ٩کيلوګرامه چرس شته چې د فيض آباد ښار په مربوطاتوکې ترلاسه شول.
خبرځاى وويل: د دغې قضيې په اړوند درې تنه نيول شوي او دوه موټرونه هم ضبط شوي دي .
د يادونې وړ ده چې د تيرې مياشتې په بهيرکې ٢٢٠ کيلو ګرامه ډول ډول نشه يي توکي د بدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره دمبارزې دپوليسو له خوا کشف او٩ تنه د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته