ميمنه ؛ باختر دغويي دمياشتې ١٦ نيټه :
څلور تنه سرحدي پوليسان تېره شپه په فارياب ولايت کې له وسله والو سره په نښته کې شهيدان شول.
د فارياب ولايت يو امنيتي خبرځاى وايي چې؛ د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې په امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو په بريد کې څلور تنه سرحدي پوليسان شهيدان شوي.
سرچينه زياتوي چې؛ په دغه نښته کې وسله والوطالبانو ته هم د سر زيانونه اوښتي دي خو دقيق شمېر يې تراوسه پورې معلوم نه دى .
د يوبل خبرله مخې ؛ دالمار ولسوالۍ سرپرست وايي د بوره عين ، روزبکيه دکلي د جومات ملاامام سعادت الدين د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شول.
ده وويل ؛ تراوسه پورې د دغې وژنې علت معلوم نه دى او وسله والو طالبانو هم د ده وژنه رد کړې ده خو پوليس د دغې پېښې د عاملانو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې کوي. پاى ع ذ