کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٢نيټه :
امنيتي او دفاعي ځواکونو پرون په ننګرهار ولايت کې دخپلو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٢٦ تنه ډاراچوونکي ووژل.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ چې ،
امنيتي او دفاعي ځواکونو دغه عمليات د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ په سور ډاګ سيمه کې ترسره کړي چې له امله يې ٢٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١٤ تنه نور يې ټپيان شول. پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ