امنیت

يو تن ډار اچوونکى ونيول شو

کابل باختر د وري  اووه ويشتمه :
د سمنګانو ولايت  پوليسو  پرون يو تن د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو په تور ونيوه .
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول دويم څارن منير رحيمي باختر آژانس ته وويل: په ابرار مشهور  ملا محراب الدين چې د بلخ ولايت د کشندې ولسوالۍ لپاره دطالبانو د ډلې د نومول شوي ولسوال مولوي عبدالباري ساتوونکى و، د سمنګانو ولايت د کوز دره صوف په ولسوالۍ کې د پوليسو له خوا ونيول شو .
  ده وويل: دغه سړى د کوز دره صوف ولسوالۍ په مربوطاتوکې په تروريستي فعاليتونو او د امنيتي ځواکونو پرخلاف جګړوکې رول درلود او په خپل جرم يې اعتراف کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته