کابل باختر دليندي يوولسمه :
دکابل دارغندې او دشت برچې په ساحو کې دڅه دپاسه شل کيلوولټه بريښتا دويش شبکه په دير لنډ ممکن وخت کې پرانستل کيږي .
دبريښنا شرکت وياند وحيد الله توحيدي دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې پروژې قرارداد دبريښنا شرکت او دترکيې دفيکا شرکت ترمنځ د ١٣٩٣ کال دوږي په مياشت کې لاسليک شوى و او کار يې د ١٣٩٦ کال دچنګاښ دمياشتې په نهمه نيټه پاى ته ورسيد او په ډير لنډ ممکن وخت کې به ګټې اخستنې ته وسپارله شي .
په دغې پروژې څه دپاسه پنځه څلويښت مليونه امريکايي ډالره لګيدلي دي چې داسيا دپرمختيا بانک له وړيا مرستو څخه ورکړى شوي دي .
له دې وروسته به ددښت برچې او دارغندې په سيمو کې شپږ ويشت زره نوي مشترکين دبريښنا له نوې انرژى څخه ګټه واخلي .
ددغې پروژې کار دغلو له خوا دتجهيزاتو دلوټيدو له امله يوه موده ځنډيدلي و چې له نيکه مرغه دجوړولوکار يې بيا دبريښنا شرکت دتخنيکي ټيم له خوا بشپړ شو .
ختم_ عطاالله _اکرم
1 1 دقیقه لوستل