ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړو وزارت نوى معين معرفي شو.

کابل – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩
دلوړو زده کړو وزارت علمى معين پوهنمل عبدالتواب بالاکرزى پرون ديوې غونډې په ترڅ کې ددغه وزارت کارکوونکو ته وپيژندل شو او په کاريې پيل وکړ.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د لوړو زده کړو په وزارت کې جوړه شوې وه دلوړو زده کړو وزيرې پوهنوالې ډاکترې فريدې مومند،ددغه وزارت مشرتابه هيئت د جمهور رييس سلاکار ډاکتر همايون قيومي ،دملي شورا يوشمير غړو ديو شمير وزارتونو معينانو او د پوهنتونونو استادانو پکې ګډون کړى و.
دلوړو زده کړو وزيرې دلوړو زده کړو وزارت دپخواني علمي معين پوهاند محمد عثمان بابرى دکار او فعاليت له امله مننه وکړه او پوهنمل عبدالتواب بالاکرزى ته يې په نوې دنده کې دبرياليتوب هيله وکړه .
وروسته دلوړو زده کړو وزارت نوى علمي معين پوهنمل عبدالتواب بالاکرزى ددغه باور له امله چې دجمهورى رياست او د لوړو زده کړو دوزارت له خوا ورباندې شوى دى مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت دپروګرامونو دتطبيق په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډ ډه نه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته