کابل باختر د غبرګولي درې ويشتمه :
درمضان دجام دفوټسال سيالۍ نن شپه په کابل کې په شپږو لوبو سره دوام مومي .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې داستقلال دځوانانو ټيم دمتحد دځوانانو له ټيم سره ، دتوپان سنګ کشي ټيم داميد سني له ټيم سره ، دقدم پيروزي ټيم دفيصل شريف له ټيم سره ، ددرخشان ټيم دګذرګاه دځوانانو له ټيم سره ، دمکروريان دځوانانو ټيم دعقابانو له ټيم سره او دنيکزاد ټيم دګذرګاه اي له ټيم سره لوبې کوي .
دقيومي دڅرګندونوله مخې: درمضان دجام دفوټسال سيالۍ څلور ورځې مخکې دڅلور ويشتو ټيمونو ترمنځ دبدني روزنې اوسپورت رياست په جمنازيوم کې پيل شوې دي چې هره شپه په شپږو لوبو سره دوام کوي .
قيومي زياته کړه چې دتيرې شپې په لوبو کې دمرادخانيو ، کابل نوين ،داود زي سني ، فيفا او دشيرانو ټيمونو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه .
دغه راز دکوثر او مشعل ټيمونو لوبه په دريو دريو ګولونوسره برابره پاى ته ورسوله .
0 1 دقیقه لوستل