سیاست

د بین الافغاني خبرو ملاتړي: په بین الافغاني خبرو کې دې د حکومت لاسته راوړنو ته درناوی وشي

کابل / د وږي ۱۲ مه / باختر
د افغانستان له سولې څخه د اروپايې ټولنې د ملاتړ ادارې د ننګرهار د جلال آباد ښار په امیر شهید بڼ کې نن غونډه وکړه.
د باختر آژانس د سیمه  ييز خبریال ماهر احسانزي د خبر له مخې، په دې غونډه کې ګډونوالو په بین الافغاني خبرو کې د حکومت لاسته راوړنو ته د درناوي او شته حقونو د تامین غوښتنه وکړه.
سرچینه زیاتوي چې په غونډه کې د افغانستان له سولې څخه د اروپايې ټولنې د ملاتړ ادارې مسول وویل چې دوی غواړي په دغسې غونډو سره د سولې په تړاو د خلکو نظرونه او له هغوی سره شته اندیښنې واورې او د پوهنتون استادان د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.
د باختر آژانس خبریال وايي چې په غونډه کې میرمنو هم ګډون لاره او د بین الافغاني خبرو د پیل کېدو پر مهال یې د ښځو له حقونو څخه د دفاع غوښتنه وکړه.
د دوی په خبره، د اساسي قانون او د اسلام مبین دین پربنسټ، د خپلو حقونو دفاع کوي او باید په بین الافغاني خبرو کې ورته ځانګړې پاملرنه وشي.
د افغانستان له سولې څخه د اروپايې ټولنې د ملاتړ اداره په داسې حال کې په ننګرهار کې غونډه کې وي، چې تمه کېږي په نږدې راتلونکي کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته