کابل باختر د غبرګولي اتلسمه :
د هدف فرهنګي مرکز په بغلان ولايت کې په ٦ زره ٣٠٠ بېوزلوکورنيو خوراکي توکو ويشي .
دغه مرکز د روژې د مبارکې مياشتې په مناسبت اود دغې مياشتې په درناوي د پلخمري ښارپورې اړوند د بالادولي بابه نظر د ساحې په بېوزلو کورنيو دخوراکي توکو ويشل پيل کړل .
د دغه مرکز استازي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په هرې کورنۍ ٢٤ کيلو وريجې، پنځه کيلوغوړي، درې کيلو بوره، څلور کيلو لوبيا، څلور ډبې خرما ، درې قطي ډئلي د بادنجان رومي رب او دوه ټنه مالګه شته چې د ترکيې هېواد له خوا د دغو کورنيو په واک کې ورکول کيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ