کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
امنيتي ځواکونو درې تنه يرغلګر چې د لارې د بندولو نيت يې درلود، ووژل.
درې تنه وسله وال طالبان چې غوښتل يې د کندز- خان آباد لاره وتړي؛ د پوليسو له خوا ووژل شول.
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي ادارې مسوول هجرت الله اکبري د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغوکسانو غوښتل د دغې لارې په تړلو سره يرغمل نيونې ته دوام ورکړي چې د پوليسو د ګزمې په وخت کې وپيژندل شول او ووژل شول او د هغوى مړي يې له وسلو سره يې د پوليسو لاس ته ورغلي دي .
د يوبل خبرله مخې:
هغه عمليات چې د علي آباد ولسوالۍ د شنه تيپې په ساحه کې پرون د تښتول شويوکسانو د ژغورنې په خاطر دوام درلود؛ درې تنه نور طالبان هم د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
خبرځاى وويل: لس تنه نور مسافر هم نن سهار آزاد شول، اوس يواځې اته تنه مسافران له طالبانو سره پاتې دي او امنيتي ځواکونه هلې ځلې کوي چې هغوى هم وژغوري.
8 1 دقیقه لوستل