سیاست

دبهرنيو چارو وزارت کارکوونکو ته کورونه جوړيږي

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٧ :
دبهرنيو چارو  وزارت ويندوي  جانان موسي زي نن په يوه خبري کنفرانس کې  ددي ترڅنګ چې افغاني ديپلوماتانو ته دسرپناه دبرابرولو په مقصد ددغه وزارت داقداماتو يادونه وکړه ويې ويل  چې  ددولسو تنو افغانانو مړي په يونان کې  په موقت ډول خاورو ته سپارل شوي دي .
څه موده مخکې څه ناڅه شلوتنو افغانانو چې غوښتل يې ديونان له لارې په غيرقانوني ډول اروپايي هيوادونو ته سفروکړي ديونان په اوبو کې ډوب شول.
دباختر اژانس دخبرله مخې  داوو تنو افغانان مړي دبهرنيو چارو وزارت له لاري هيواد ته ليږدول شوي  .
دبهرنيو چارو وزارت ويندوي وويل   ددغو افغانانو مړي چې هويت يې نه دي تثبيت شوي په موقت  ډول په يونان کې خاورو ته سپارل شوي دي  کله چې هويت يې تثبيت شي هيواد ته ليږدول کېږي او دوه نور مړي دليږدونې په حال کې دي .
ده دغه راز په خبري کنفرانس کې  دافغاني ديپلوماتانو دمعيشت دښه والې په لاره کې ددغه وزارت داقداماتو يادونه وکړه او ويي ويل  دبهرنيو چارو وزارت  تصميم لري چې ددغه وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ديپلوماتانو ته کورونه جوړ کړي او هغوى ته کافي معاش ورکړي. پخوا داسې رپوټونه خپاره شوي وو يوشمير افغاني ديپلوماتان  چې په بهرکې دهغوي دخدمت موده بشپړيږي هيواد ته نه راستنيږي .
سره له دې چې دبهرنيو چارو وزارت ويندوي  ددغې مسلې اصلي دليل بې کوري اواقتصادي ستونزه وبلله  خو که  دغه تصميم عملي شي  نور هرافغان  دخدمت دمودي له بشپړولو وروسته بيرته هيواد ته ستنيږي .
موسي زي دايران داسلامي جمهوريت دملي امنيت دشورا  دمنشي سفر ته هم اشاره وکړه او ويي ويل   چې ايران په تيرو لسو کلونو کې يې دافغانستان برياليتوبونه  بې ساري بللي دي .
دموسي زي دڅرگندونوله مخې افغانستان  دايران له اړيکو څخه  خوښ دي  او دغه  راز ايران  دسولې له بهيرڅخه چې دافغانانو په مشرۍ وي ملاتړکوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته