کابل باختر دغبرګولي دويمه :
دروزګان ولايت دچارچينو ولسوال نن دماين دچاودنې له امله شهيد شو .
دروزګان ولايت وياند دولت محمد ناياب دباختراژانس خبريال ته وويل: په يوموټرسايکل کې دځاى پرځاى شوي ماين دچاودنې له امله ددغه ولايت دچارچينو ولسوال محمداسمعيل حقيار شهيد شو .
ده څرګنده کړه چې په دې پيښه کې دولسوال يو ساتوونکى ټپي شوى دى .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دپيښې دڅرنګوالي په باب دامنيتي مقاماتو پلټنې او څيړنې دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ