سیاست

ناروې د افغانستان د خلکو ترڅنګ پاتې کيږي

کابل باختردوږي دمياشتې٢٨نيټه :     
د ملي وحدت د حکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د ناروې د شاهي هېواد له نوي سفير  پترسين سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل .
د اجرائيه رياست د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هېواد اجرائيه رئيس د افغانستان له خلکو او حکومت سره د ناورې د مرستو له امله مننه وکړه او پترسين ته يې په خپل ماموريت کې دبرياليتوب هيله وکړه.
په کابل کې د ناروې نوي سفيرهم د افغانستان د سولې له بهير او په افغانستان کې  د شفافو او دموکراتيکو انتخاباتو د ترسره کولو په لاره کې د خپل هېواد په ملاتړ ټينګار وکړ او ويې ويل چې ناروې د افغانستان د خلکو ترڅنګ پاتې کيږي .
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته