صنعا ډي ډان باختردوري دمياشتې ٣٠
د يمن امنيتي خبرځايونو د دغه هيواد په بايدا ولايت کې د بې پيلوټه الوتکې په بريدکې د القاعده دڅه ناڅه پنځلسو تنو مشکوکو پوځي مليشو د وژل کيدو خبروکړى دى.
د ډي ډان ورځپاڼې دخبرله مخې: دغه بريدنن هغه وخت وشوچې دغه کسان د يوې
ليږدونکې واسطې په سپرلۍ د يمن په جنوب کې د شبوا ولايت ته روان وو.
د عيني شاهدانو دڅرګندونوله مخې: په دې بريدکې درې تنه نور ملکي وګړي چې ديوه موټر په سپرلۍ دغې واسطې ته څېرمه روان و، هم وژل شوي دي .
ديادونې وړ ده چې تېره مياشت د يمن جمهور رييس په دغه هېوادکې د بې پيلوټه الوتکو د کارولو دفاع وکړه .
تېرکال په يمن کې د بې پيلوټه الوتکو د بريدونوله امله يو زيات شمېرکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
0 1 دقیقه لوستل