کابل باختر د وري پنځه ويشتمه :
دپنجشير ولايت دمرکز دعمومي واټ دترميمولو کار نن ددغه ولايت دفوايد عامې دادارې له خوا پيل شو .
دپنجشير ولايت دفوايد عامې رييس حشمت الله حکيم دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سړک د دالان سنګ له سيمې څخه ددغه ولايت دمرکز بازارک تر بهارک پورې ترميميږي .
ده زياته کړه چې ددغه واټ دترميمولو کار دهغو موادو په کارولو سره چې ددغه ولايت دفوايد عامې دادارې په واک کې شته په دريو مياشتو کې بشپړيږي .
داپه داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ ددغې حوزې دوسايطو يو شمير چلوونکو ددغه واټ دخرابوالي له امله دپنجشير ولايت دفوايدعامې ادارې ته شکايت کړى و .
9 د یوې دقیقې څخه لږ