کابل – باختر دزمرى دمياشتې ٢٥
وسله والو طالبانو د کانونو وزارت درې تنه انجينران او د هغوي يو موټر چلوونکې پرون ناوخته د بغلان ولايت د تاله او برفک ولسوالۍ په مربوطاتو کې وتښتول .
دغه انجينران د کانونو د سروې لپاره د باميانو ولايت دسيغان او کهمرد ولسوالۍ ته روان وو .
د بغلان ولايت د تاله او برفک ولسوال فيض محمد اميري د باختر آژانس له خبريال سره په اړيکه کې د وسله والو طالبانو له خوا د دغو انجينرانو تښتول کيدل تاييد کړل او ويې ويل : چې دغو سيمه ييزو مقاماتو ته دخبرله ورکولو پرته غوښتل ددغې ولسوالۍ له لارې د باميانو ولايت دسيغان او کهمرد ولسوالۍ ته لاړ شي او د رارسيدلو خبرونو له مخې ، وسله والو طالبانو ددغو انجينرانو دخلاصون په بدل کې دپلچرخي له جيل څخه د خپلو دريو تنو قوماندانانو د آزادې غوښتنه وکړي ده.
دتاله او برفک ولسوال وايي ، دوي هلې ځلې کوي چې دقومي مشرانو له لارې د وسله وال طالبان د دغو انجينرانو خلاصون ته اړ باسي