کابل باختر د زمري شلمه
په هلمند کې دطالبانو له خوا دايښودل شوي ماين دچاودنې په نتيجه کې ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي ووژل شول .
ويل کيږي ددغې پيښې په قربانيانو کې دوه ښځې ، دوه ماشومان او يو نارينه شته .
دغه پيښه نن له غرمې مخکې دلسو بجو په شاوخواکې دلندي ناوي په سيمه کې هغه وخت وشوه چې يو تونس موټر دطالبانو له خوا په ايښودل شوي ماين وخوت .
دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي باختر اژانس ته وويل په دې پيښه کې ددغه موټر پنځه تنه سپرلۍ چې ديوې کورنۍ غړي و ، وژل شوي دي .
په همدې حال کې عيني شاهدان وايي چې دغه پنځه تنه دموسي قلعه له ولسوالۍ څخه دګرشک ولسوالۍ په لور روان و چې دسپرلۍ موټر يې په ماين وخوت .
دياغيانو له خوا دماين ايښودل په دى وروستيو کې په افغانستان کې زيات شوي دي چې زياتره قربانيان يې ملکي وګړي دي .